په افغانستان کې د نړیوال بانک رییس د اروپا د بشري مرستو د شورا په غونډه کې وویل، چې نړیوال بانک له ۲۰۲۱ کال راهیسې له افغانستان سره ۲،۲ میلیارده ډالره مرسته کړې.
فارس حداد زیروس وايي، دغه مرستې د ملګرو ملتونو او نړیوالو موسسو له لارې د افغانستان ۷۰ سلنه اوسېدونکو سره شوې دي.
زیروس وویل، ملګري ملتونه په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د څو میاشتو لپاره له افغانستان نه ووتل، خو بېرته ته راستانه شول.
هغه وويل چې په افغانستان کې نړيوال بانک د نړيوالو نادولتي موسسو او مدني ټولنې سره کار کوي چې تمرکز يې پر ښځو دی څو د افغانانو اساسي اړتياوې پوره کړي.
په افغانستان کې نړیوال بانک مشر وویل چې بانک د "اصولو پر بنسټ" چلند باندې تمرکز کوي، خکه د افغانستان اوسني وضعیت ته په پام سره مخ په وړاندې تګ ستونزمن شوی دی.
زیروس تشریح کړه، چې د طالبانو قوانین، په ځانګړې توګه د امربالمعروف قانون، د ښځو کړنې، غږونه او فعالیتونه په مختلفو لارو محدودوي.
په افغانستان کې د نړیوال بانک مشر وویل چې بانک هڅه کوي د خدماتو وړاندې کولو ته دوام ورکولو لپاره د ښکېلتیا لارو چارو په موندلو سره له وضعیت سره مقابله وکړي.