مېرڅ: اروپایې مشران د ټرمپ او پوتین له خبرو مخکې له ټرمپ سره خبرې کوي

AP ۱۴۰۴ غویی ۲۸

د جرمني لومړی وزیر فریدریښ مېرڅ وایي، اروپایې مشران د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له خبرو مخکې له ټرمپ سره خبرې کوي

ټرمپ اعلان کړی، هغه پلان لري چې د مې په ۱۹مه د سهار په ۱۰ بجو له پوتین سره خبرې وکړي او ترهغه وروسته به د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي سره هم وغږېږي.

ټرمپ هیله څرګنده کړې، چې دغه خبرې اترې به د اوربند لامل شي.

مېرڅ د پاپ لیو څوارلسم د لوړې مراسمو په څنډه کې د واتیکان څخه خبریالانو ته وویل، چې د فرانسې ولسمشر اېمانویل مکرون، د برېتانیا لومړی وزیر کې‌ير سټارمر او دی به د پوتین له ټلیفوني اړیکې مخکې له ټرمپ سره خبرې وکړي.

مېرڅ وویل: «موږ اوس موافقه کړې چې بیا به خبرې وکړو، د څلورو دولتونو او حکومتونو مشران او د امریکا ولسمشر د دې خبرو اترو لپاره چمتووالی نیسي.»

نوموړي زیاته کړه: «موږ یوازې دا هیله کولی شو چې اوس به (د اوربند په لور) نور پرمختګ وشي.»

مېرڅ وویل، چې هغه دمخه د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو سره د ټرمپ-پوتین د راتلونکي ټلیفوني خبرو اترو په اړه خبرې کړې دي.

د اروپايي مشرانو خبرې اترې به له ټرمپ سره یوه اوونۍ وروسته له هغه وشي چې مېرڅ، مکرون، سټارمر او د پولنډ لومړي وزیر ډونالډ ټوسک د امریکا له ولسمشر سره د خپلې غوښتنې په اړه خبرې وکړې، چې روسیه دې د مې له ۱۲مې نیټې څخه پیل کېدونکی غیر مشروط ۳۰ ورځنی اوربند ومني..

ټرمپ د دې وړاندیز ملاتړ څرګند کړ او موافقه یې وکړه، چې که روسیه موافقه ونه کړي نو واشنګټن به پر روسیې بندیزونه ولګوي.

نور خبرونه

رادیو