د امریکا د کلفورنیا ایالت په پالم اسپرینګز سیمه کې د یوه کلینیک مخې ته چاودنه شوې، چې په کې یو کس وژل شوی او څلور نور ټپیان دي.
د ای بي سي نیوز د راپور له مخې؛ امریکايي چارواکو ویلي، چې دغه پېښه پر يوه موټر د بمي چاودنې له امله رامنځته شوې ده.
په راپور کې راغلي، چې د امریکا د فدرالي څېړنو ادارې (FBI) خپلې څېړنې پیل کړې دي او دغه پېښه یې «ترهګریزه کړنه» بللې ده.