فنلنډ کې د دوو چورلکو د ټکر له امله پنځه کسان وژل شوي دي

AP ۱۴۰۴ غویی ۲۸

د فنلنډ پولیس وایي، چې د دغه هېواد په سوېل لوېدیځ کې د دوو چورلکو د ټکر له امله پنځه کسان وژل شوي دي.

د سکای نیوز د راپور له مخې؛ دغه پیښه د فنلنډ په سوېل لویدیځ کې د یورا هوایي ډګر ته نږدې په یوه ځنګلیزه سیمه کې رامنځته شوې ده.

پولیسو رسنیو ته په خبرو کې ویلي، چې په یوه چورلکه کې دوه کسان او په بله کې درې کسان سپاره وو.

بل خوا د فنلنډ د ملي څېړنو ادارې ویلي، چې دوی د دغې پېښې د څرنګوالي په اړه څېړنه کوي.

نور خبرونه

رادیو