ملاله یوسفزۍ د جګړه‌ ځپلي لبنان د ماشومانو د تعلیم لپاره د ۱.۵ لکه ډالرو مرسته وکړه

۷ ورځې مخکې

د بشري حقونو فعالې او د نوبل سولې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ د لبنان جګړه‌ ځپلو سیمو کې د ماشومانو د زده‌کړې لپاره د یو نیم لک امریکايي ډالرو مرسته کړې ده.

ملالې یوسفزۍ په خپلو ټولنیزو رسنیو کې په یوه بیان کې ویلي: «که څه هم د اوربند اعلان شوی، خو د اسراییلي هوايي بریدونو له امله د سوېلي لبنان څخه تر ۱۵ لکه ډېر کسان بې‌کوره شوي دي.»

نوموړې زیاته کړه: «په لبنان کې زرګونه ماشومان له ښوونځیو بې‌برخې دي او هغوی ته د خوندي او با ثباته زده کړه ییز چاپېریال زمینه برابره نه ده.»

ملالې یوسفزۍ دغه راز وویل: «ما ته ویاړ دی چې اعلان وکړم، ملاله فنډ تازه د لبنان د زده‌کړې او بیارغونې هڅو لپاره بېړنۍ ۱۵۰ زره ډالري مرسته کړې ده.»

په لبنان کې روانې جګړې د ماشومانو ژوند ته سترې ننګونې راولاړ کړي دي، چې د تعلیم، روغتیا، او رواني وضعیت په برخه کې یې ژورې اغېزې لرلې دي.

د ۲۰۲۴ کال د نومبر په ۴مه نېټه د لبنان د پوهنې وزارت او یونېسف په ګډه د ۳۸۷،۰۰۰ ماشومانو د ښوونځیو ته د راستنېدو لپاره یوه بېړنۍ طرحه پیل کړه، خو د جګړې له امله د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ تر نیمایي پورې یوازې ۳۵۰ ښوونځي پرانیستل شول، چې په ډېرو کې یې د ښوونکو او زده کوونکو رواني فشارونه او د ښوونې منابعو کمښت شتون لري.

د جګړې له امله، د لبنان په بېلابېلو برخو کې ۱.۲ مېلیونه خلک بې ځایه شوي دي، چې د ښوونځیو نږدې ۵۰۰ یې د پناه ځایونو په توګه کارول کېږي

یونېسف په دغه هېواد کې د ۲۰۲۵ کال لپاره د ۶۵۸.۲ مېلیونه ډالرو مرستې غوښتنه کړې، ترڅو د ماشومانو تعلیم، روغتیا، او رواني ملاتړ ته لومړیتوب ورکړي.

نور خبرونه

رادیو