رویټرز: روسیې د پوتین او ټرمپ تر ټلیفوني خبرو مخکې پر اوکراین قوي برید وکړ

AP ۱۴۰۴ غویی ۲۸

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی دی، چې روسیې د یکشنبې په ورځ پر اوکراین د بې‌پيلوټه الوتکو قوي برید وکړ. په دغه برید کې ګڼ کورونه ویجاړ شوي او تر اوسه د یوې ښځې د وژل‌کېدو خبر ورکړل شوی.

پر اوکراین د روسیې دغه برید د امریکا د ولمسشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین تر ټاکل شویو ټلیفوني خبرو یوه ورځ مخکې ترسره شوی دی.

بل‌خوا د اوکراین اسخباراتو ویلي، چې ښايي روسیه د یکشنې په ناوخته توغندیز برید هم وکړي، خو مسکو تر اوسه د کېیف د دغه تور په تړاو کوم غبرګون نه دی ښودلی.

ورته مهال، د اوکراین ولسمشر زېلېنسکي هڅه کوي، چې له واشنګتن سره خپلې اړېکې بېرته ښې کړ. نوموړي نن د ایټالیا په پلازمېنه روم کې د پاپ لېو د معرفي‌کېدو د مراسمو په څنډه کې د امریکا د ولسمشر د مرستیال ډي جي وېنس او د بهرنیو چارو وزیر مارک روبیو سره لیدلي.

دا په داسې حال کې ده، چې اوکراین او روسیې له درېیو کلونو وروسته لومړی مخامخ خبرې د جمعې په ورځ په ترکیه کې وکړي او دا خبرې د ټرمپ تر فشار لاندې شوې دي. دواړو خواوو د دې خبرو پرمهال د زرو زندانیانو د تبادلې هوکړه کړې، خو پر اوربند لا کومې هوکړې ته نه دي رسېدلي.

نور خبرونه

رادیو