د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، هیله لري چې راتلونکې دوشنبې به ډېره ګټوره ورځ وي او د اوکراین او روسیې جګړه به پای ته ورسېږي.
د امریکا ولسمشر وايي، د دوشنې په ورځ د روسیې له ولسمشر ولاديمیر پوتین سره د ټلیفون له لارې خبرې کوي.
نوموړي زیاته کړې: «د اړیکې موضوع به د روسي او اوکرایني سرتېرو د وینو تویولو بندول وي، چې هره اوونۍ تر ۵۰۰۰ وژل کېږي.»
همدارنګه نوموړی وايي، وروسته به د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکې او د ناټو سازمان له غړو سره هم خبرې وکړي.
ټرمپ هیله لري، چې راتلونکې دوشنبې به ډېره ګټوره ورځ وي، اوربند به وشي او جګړه به پای ته ورسېږي..