د هند د کورنیو چارو وزیر امېت شاه د ګوجرات ایالت په یوه غونډه کې د وینا پر مهال، په څرګنده توګه د پاکستان بریدونو ته په اشارې وویل، که د هند پر خلکو هر ډول ترهګریز برید وشي، نو ځواب به یې نه یوازې قوي، بلکې دوه برابره سخت او پریکنده وي.
امېت شاه وايي، هندي ځواکونو د پاکستان ۱۰۰ کیلومتره دننه عملیات وکړل او هغو ترهګرو ته یې "مناسب او قوي" ځواب ورکړ، چې د نړیوالو ترهګریزو بریدونو پلانونه یې جوړول.
د هند د کورنیو چارو وزیر امېت شاه وویل: «په سیالکوټ او نورو ترهګریزو کمپونو کې هغو ترهګرو چې د نړیوالو ترهګریزو دسیسو پلانونه یې جوړول، زموږ د بمونو غږ ورته یو روښانه پیغام ورکړ.» نوموړي زیاته کړه، که د هند پر خلکو هر ډول ترهګریز برید وشي، نو ځواب به یې دوه برابره قوي، پرېکنده او د عبرت وړ وي.