د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ له فاکس نیوز سره په یوې تازه مرکه کې ویلي، چې ایران باید هېڅکله اټومي وسلې ترلاسه نهکړي او دا د امریکا لپاره سره کرښه ده.
ټرمپ وویل، ایران باید د سولېپالې اټومي انرژۍ پر ځای د خپلو پراخو د نفتو زېرمې وکاروي، ځکه دا زېرمې د ۳۰۰ کلونو لپاره بسنه کوي.
هغه زیاته کړه: «زه باور لرم چې له ایران سره به سل په سلو کې موافقې ته ورسېږو. دا کار که د زور له لارې وي یا په رضا، خو حلبهيې کړو.»
ټرمپ د خبرو د سولهيیز حل غوښتنه وکړه او ویې ویل چې ډېر ایرانیان پېژني چې «فوقالعاده انسانان» دي.