د پاکستان د پوځ ویاند له هند سره د وروستي کړکېچ پرمهال د ایران د سولې هڅې وستایلې

AP ۱۴۰۴ غویی ۲۷

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو مشر جنرال احمد شریف چوهدري د ایران ایرنا خبري اژانس راپور ته د مرکې پرمهال د پاکستان او هند په وروستیو شخړو کې د ایران د سولې د هڅو ستاینه وکړه.

هغه خبرداری ورکړی، چې ځیني "قوتونه" هڅه کوي د وروڼو هېوادونو ترمنځ درز یا اختلاف رامنځته کړي.

له هغه وروسته چې هند د مقبوضه کشمیر په پهلګام سیاحتي سیمه کې د تېرې میاشتې د وژونکي برید پړه پر پاکستان واچوله، د کړکېج د زیاتېدو پرمهال ایران د دواړو ترمنځ د منځګړیتوب وړاندیز وکړ.

د پاکستان پوځ ویاند د ایران ایرنا خبري اژانس سره په یوه مرکه کې چې نن خپره شوې، ویلي دي: "پاکستان د نړیوالې ټولنې منندوی دی او موږ په ځانګړې توګه د ایران اسلامي جمهوریت په ګډون د وروڼو هېوادونو څخه مننه کوو."

جنرال احمد شریف چوهدري زیاته کړه: "موږ باید دا درک کړو چې په سیمه کې داسې قوتونه شته، چې د بهرنيو عواملو په مرسته هڅه کوي د وروڼو هېوادونو ترمنځ غلط فهمي او ګډوډي رامنځته کړي."

دغه پاکستاني جنرال د چا نوم نه دی اخیستی، چې کوم قوتونه یا هم بهرني عوامل دي، چې د دوی د وروڼو هېوادونو ترمنځه غلط فهمي رامنځته کوي.

د هند او پاکستان ترمنځ د کړکېچ پرمهال د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر اسحاق ډار سره د هند او پاکستان د وروستي وضعیت په اړه ټیلیفوني خبرې کړې وې .

عراقچي له دواړو لوریو غوښتي و، چې تاوتریخوالی راکم کړي او مسایل د خبرو له لارې حل کړي.

نور خبرونه

رادیو