د پاکستان ډان ورځپاڼې خبر ورکړی، چې د دغه هیواد د بهرنیو چارو پر پخوانی وزیر او د تحریک انصاف ګوند پر مخکښ غړي شاه محمود قریشي د لاهور په یوه زندان کې د زړه حمله راغلې ده.
خبر زیاتوي، هغه له زندان څخه په بیړه روغتون ته لېږدول شوی.
د ډان د خبر له مخې، د زندان چارواکو ویلي، چې نن سهار وختي د قریشي روغتیایي حالت له خرابېدو وروسته یې هغه د ډاکټر په سپارښتنه، د پنجاب د زړه ناروغۍ انسټیټیوټ (پي ای سي) ته ولیږدولی دی.
شاه محمود قریشي تېر کال د می په ۹ نېټه د اسلام اباد له محکمې څخه ونیول شو، هغه د القادر ټرسټ ۱۹۰ میلونه پاونډو د درغلۍ د قضیې تر څنګ نور تورنه هم موجود دي.