د امريکا د بهرنيو چارو وزير مارکو روبیو د مسکو او کیف تر منځ د «سولې خبرو اترو» لپاره د جمعې په ورځ استانبول ته ورسېد.
دا له تېرو څلورو کلونو راهيسې د دواړو هېوادونو تر منځ لومړۍ مخامخ خبرې بلل کېږي.
که څه هم تمه نه کېږي چې روبیو به په مستقيم ډول په خبرو اترو کې ګډون وکړي، خو د امريکايي سرچينو په وينا، نوموړی به له دواړو خواوو سره جلا جلا ليدنې ولري.
ترکيه د دغو خبرو کوربتوب کوي او هڅه کوي چې منځګړی رول ولوبوي. دا خبرې داسې مهال پيلېږي چې د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د ۳۰ ورځني اوربند وړانديز ته اوکراین هرکلی او روسیې یې مخالفت کړی.