د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (یو این ډي پي) په یوه تازه راپور کې ویل شوي، چې د تېر میلادي کال تر پایه پورې، په ټوله نړۍ کې شاوخوا «۸۳.۴میلیونه کسان» د جګړو، زورزیاتي او طبیعي پېښو له امله په خپلو هېوادونو کې له خپلو مېنو بې ځایه شوي دي.
راپور کې راغلي چې کانګو، سوډان، لبنان، اوکراین او افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې دي چې د داخلي بې ځایه شویو شمېر پکې تر بل هر ځایه ډېر دی.
په افغانستان کې یوازې د تېر میلادي کال په اوږدو کې شاوخوا « ۱.۳ میلیونه کسان» چې ډېری یې د طبیعي پیښو له امله وو، له خپلو مېنو بې ځایه شوي دي.
ملګري ملتونه زیاتوي، چې د نړۍ له ټولو ۸۳ میلیونو نه ډېر کورني بې ځایه شویو کسانو څخه شاوخوا « ۷۳.۵ میلیونه» یې د جګړو او تاوتریخوالي له کبله او « ۹.۸ میلیونه» نور بیا د طبیعي افتونو له امله بې ځایه شوي دي.
د ملګرو ملتونو د شمیرو پر بنسټ، د کور دننه بې ځایه شویو کسانو شمېر د تېر کال په پرتله ۱۰ سلنه زیاتوالی ښيي.