اسراییل د یمن په بندرونو بریدونه کړي او د حوثیانو د مشر په نښه کولو ګواښ یې کړی

۲ ساعتونه مخکې

اسراییل د جمعې په ورځ د یمن د سره سمندرګي په حدیده او سلیف بندرونو بریدونه وکړل، اسراییلي پوځ همدا راز ګواښ کړی که په دوی بریدونه دوام وکړي نو د حوثي وسله والو مشر عبدالمالک الحوثي په به نښه کړي.

حوثیانو په غزه کې د فلسطینیانو سره د پیوستون په توګه په اسراییل باندې د توغندیو ویشتلو ته دوام ورکړی، که څه هم دوی موافقه کړې چې په امریکایي کښتیو به بریدونه ودروي.

د جمعې په ورځ، اسراییلي پوځ وویل چې د حدیده او سلیف بندرونه د وسلو لېږدولو لپاره کارول کیږي، او د دې سیمو اوسیدونکو ته یې د وتلو خبرداری ورکړ.

د حدیده اوسیدونکو وویل چې دوی د اسراییلو د بریدونو وروسته څلور د چاودنو غږونه اوریدلي او له بندر څخه لوګی پورته شوی.

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د دفاع وزیر اسراییل کاټز په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې دوی به د حوثیانو د جګپوړي مشر عبدالمالک الحوثي په لټه کې شي.

نور خبرونه

رادیو