د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي وايي، چمتو دی، چې د سولې د ټینګښت لپاره ژر او عملي ګامونه واخلي، خو ټینګار کوي که روسیه پر یو بشپړ او بې قید و شرط اوربند موافقه ونه کړي، نو نړیواله ټولنه باید پر مسکو خپل فشارونه لا زیات کړي.
زېلېنسکي د اروپايي ټولنې د سرمشریزې په ترڅ کې د خپلو خبرو پرمهال وویل، چمتو و چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په ترکیه کې مخامخ د سولې خبرو ته کښېني، خو پوتین د سولې په خبرو کې له ګډون څخه ډډه وکړه.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د روسیې د مرکچي پلاوي د صلاحیتونو په اړه نیوکه کړې او ویلي یې دي چې استانبول ته د دغه پلاوي استول، چې بشپړ صلاحیت نه لري، دا ښيي چې مسکو د سولې لپاره ریښتینې اراده نه لري.
هغه وویل: "استانبول ته د روسیې د بېصلاحیته استازي لیږلو، دا ثابته کړه چې دوی د سولې لپاره جدي نه دي. دا خبرې د دواړو هېوادونو لپاره یو غوره فرصت وو، خو روسیې یو ځل بیا دا موقع له لاسه ورکړه."
زېلېنسکي زیاته کړه: "روسیې ترکیې ته هغسې یو بېصلاحیته پلاوی واستاوه، لکه څنګه چې یې په ۲۰۲۲ کال کې هم خبرې اترې کړې وې او دا ښيي چې د دوی په دریځ کې هیڅ بدلون نه دی راغلی."
پر همدې مهال د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ویلي، چې د فرانسې له ولسمشر، د جرمني، برېتانیا او پولنډ له لومړي وزیرانو سره یې په ګډه د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د ټیلیفون پر لیکه د استانبول د ناستې په اړه خبرې کړې دي.
زېلېنسکي یو ځل بیا د جګړې د پای ته رسولو لپاره د بې قید و شرط اوربند غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ، که روسیه له سولې او اوربند کولو څخه پر شا شي، نو نړیواله ټولنه باید پر مسکو سخت بندیزونه ولګوي.