د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د "د اوبو امنیت او له پولو ور هاخوا د اوبو کارونه، ننګونې او حل لارې" تر عنوان لاندې نړیوال کنفرانس کې، د دغه هېواد چارواکو د افغانستان له خوا د قوش تېپې کانال د جوړولو په تړاو خپلې اندېښنې څرګندې کړې دي.
دوی ویلي، دا پروژه ممکن د منځنۍ اسیا د هېوادونو ترمنځ د اوبو پر توازن ناوړه اغېز وکړي او د سیمې د اوبو وېش ګډوډ کړي.
قزاق چارواکي وایي، د دې کانال له امله د امو سیند پر بهیر او موجوده اوبو ته د لاسرسي پر څرنګوالي د منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ شته حساس توازن له خطر سره مخ کېدای شي.
د ټایمز اپ سینټرل اسیا د راپور له مخې، په دغه کنفرانس کې د ترکیې، اسراییل، تاجکستان، قرغزستان، افغانستان او ترکمنستان استازو ګډون کړی و. د غونډې پر مهال د قوش تېپې کانال له امله د منځنۍ اسیا د اوبو د وېش پر ممکنه پراخو اغېزو مفصل بحثونه وشول.
د قزاقستان اوبو لګولو وزارت مرستیال اصلان ادراېموف خبرداری ورکړی، چې د قوش تېپې کانال به د سیر دریا بهېدنه ډېره راکمه کړي او دا کار به د اورال سمندرګي د لازیات وچېدو سبب شي.
ابدارېموف وايي:« ه څه هم دا مهال د اوبو په سرچینو کې ستر بدلون نه دی لیدل شوی، خو تمه ده چې په اوږدمهال کې به د سیر دریا د بهېدنې کچه راکمه شي.»
نوموړي زیاته کړه، چې دا کار به د اورال سمندرګي د اوبو نازک توازن لا پسي خراب کړي.
نوموړي دا څرګندونې په داسې وخت کې کړي، چې د اورال سمندر له څو لسیزو راهیسې د امو سیند او سیر دریا د اوبو کرنیزو چارو لپاره د انتقالولو په برخه کې د وچېدو ستونزې سره مخامخ ده.
همدا راز د قزاقستان د بایتک ګوند مشر عظمت خان امیرتایف هم د قوش تېپې کانال پروژې په اړه اندېښنه ښودلي ده، نوموړی وايي، ښايي دا کانال د امو سیند اوبه له ۲۵ څخه تر ۳۰ سلنې خپل لورې ته واړوي.
نووموړی وايي:«دا مانا لري، چې ازبکستان او ترکمنستان ته به اوبه کمي ورسیږي او کیدای شي ازبکستان له سیر دریا څخه ډېري اوبه واخلي، او په دې سره به قزاقستان ته د اوبو رسېدنه له ۳۰ تر ۴۰ سلنې راکمه شي.»
نوموړي پر سیمهییزو هېوادونو غږ کړی، چې د علمي بنسټونو پر اساس د اوبو د ضایع کېدو د مخنیوي لپاره ګډې تګلارې جوړې کړي.
دي. دغه کانال تقریباً ۲۸۵ کیلومتره اوږدوالی او شاوخوا ۱۰۰ متره پراخوالی لري. د دې کانال له بشپړېدو سره به نږدې ۵۰۰ زره هکتاره کرنیزه ځمکه اوبه شي.
د منځنۍ اسیا ځینو هېوادونو په اند، د قوش تېپې کانال د بشپړېدو په صورت کې به په پراخه کچه اوبه اړول کېږي، چې له امله یې د منځنۍ اسیا د اوبو توازن ګډوډېږي او د قزاقستان په ټيټو سیندیزو سیمو کې به د چاپېریال وضعیت لا پسې خراب شي.