ټرمپ له قطر له سره په سوداګریزو برخو کې د ۱.۲ ټرېلیون ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک کړ

۴ ساعتونه مخکې

منځني ختیځ ته د خپل سفر پر دوام؛ ټرمپ دوحې ته رسېدلی.
د قطر له امیر سره تر لیدنې وروسته دواړه خواوو اعلان وکړ، چې دوی د ۱.۲ ټرېلیون ډالرو په ارزښت یو مهم تړون لاسلیک کړی دی.

د الجزیرې د راپور له مخې؛ د دواړه خواوو ترمنځ په سواګریزو برخو کې د ۱.۲ ټریلیون ډالرو په ارزښت یو تړون لاسلیک شو.
پر دې هم هوکړه شوې، چې د قطر حکومت او د قطر هوایي شرکت به د ۱۶۰ څخه تر ۲۱۰ پورې بوینګ الوتکې وپېري او دغه الوتکې به تر راتلونکو اوو کلونو کې تولید شي.

نور خبرونه

رادیو