د رویټرز خبري اژانس د راپور لهمخې، د یوې امېندوارې اسراییلۍ ښځې له وژنې وروسته، د اسراییل پوځ اعلان کړی چې په لوېدیځه غاړه کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې پنځه فلسطینیان وژل شوي او یو بل نیول شوی دی.
رویټرز د پنجشنبې په ورځ (مې ۱۵) د اسراییل پوځ په حواله ویلي، دا عملیات د لوېدیځې غاړې په شمال کې د طمون په ښار کې ترسره شوي او پهکې د اسراییلي پوځیانو او وسلوالو کسانو ترمنځ نښته شوې ده. د د یاد پوځ په وینا، دا عملیات په یوې ودانۍ کې د پټو شویو وسلهوالو د لهمنځه وړلو په موخه شوي دي.
د طمون له سیمې نه خپاره شوي انځورونه د یوې ودانۍ له پورتنۍ پوړه د اور لمبې او تور لوګي پورته کېدل ښیي، په داسې حال کې چې اسراییلي ځواکونه بهر د سړک پر سر ځای پر ځای شوي دي. ورته مهال، فلسطین د رسمي خبري اژانس (وفا) وايي، اسراییلي پوځیانو هغه کور چې فلسطینیان پهکې وژل شوي، ویجاړ کړی دی.
دې سره جوخت، د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان کړی چې اسراییلي ځواکونو د څلورو کسانو مړي له ځان سره وړي دي. د فلسطین د سرې میاشتې ټولنې هم د یوې سوځېدلې ودانۍ دننه د پنځم مړي د موندلکېدو خبر ورکړی دی.
د اسراییل پوځ همداراز خبر ورکړی چې درې نور وسلهوال کسان د طوباس په ښار کې د جلا عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي. د پوځ په وینا، د عملیاتو له ځایه وسلې ترلاسه شوي، خو دا څرګنده نه ده چې دا کسان له کومې ډلې سره تړاو لري.
یاده پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې لوېدیځه غاړه په وروستیو میاشتو کې د نښتو د ډېرېدو شاهده ده او په تېرو دوو لسیزو کې د اسراییل ترټولو پراخ پوځي عملیات روان دي. دا په داسې حال کې ده چې په غزه کې هم اسراییل پوځي بریدونه دوام لري.