د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د متحده عربي اماراتو له مشر شیخ محمد بن زاید ال نهیان سره د لېدنې پر مهال هغه ته سپینې ماڼۍ ته د ورتګ بلنه ورکړه.
دا بلنه په داسې حال کې ورکول کېږي چې متحده عربي اماراتو ژمنه کړې، چې په راتلونکو لسو کلونو کې به د مصنوعي ځيرکتیا، چیټونو تولید او انرژۍ په برخو کې ۱.۴ ټریلیون ډالر پانګونه وکړي.
په واشنګټن کې د متحده عربي اماراتو د سفارت په وینا، په امریکا کې د دې هیواد اوسنۍ پانګونه اوس یو ټریلیون ډالرو ته رسیږي.
ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د متحده عربي اماراتو پلازمینې ته سفر وکړ، چې د خلیج هیوادونو د سفر وروستی تمځای و.