مارک روبیو: واشنګټن په ترکیه کې د روسیې او اوکراین د سولې خبرو اترو لپاره لوړې تمې نه لري

۴ ساعتونه مخکې

د امریکا د بهرنیو چارو وزير مارک روبیو په ترکیه کې د روسیې او اوکراین د سولې د خبرو اترو لپاره محدوده خوشبيني وښوده او زياته یې کړه، چې واشنګټن له دې خبرو اترو نه «لویه هيله نه لري.»

نوموړي ویلي، چې مسکو دې خبرو ته «د ټيټې کچې پلاوی» استولی دی.

روبیو د ترکیې په انتالیا ښار کې خبریالانو ته وویل، چې نوموړی به د جمعې په ورځ د خپل اوکرايني سیال او پلاوي سره وويني او زياته يې کړه: «زموږ له ډلې به یو څوک د روسیې په خبرو کې برخه واخلي.»

نوموړي ویلي، چې مسکو دې خبرو ته «د ټيټې کچې پلاوی» استولی دی.

د ترکیې اناډولو اژانس په خپل خبر کې د روبيو له قوله ويلي: «دا خبرې به د اوکراین او روسیې ترمنځ وي، زموږ ترکي سیالان به هم په کې حاضر وي او زموږ له ډلې څخه به د مناسبې کچې غړي هم شامل وي.»

نوموړي زياته کړه: «زه غواړم صادقانه ووایم، زه فکر نه کوم، چې موږ د سبا لپاره لوړې هيلې ولرو.»

روبیو وړانديز وکړ، چې یوازي د امریکا او روسیې د ولسمشرانو ترمنځ مستقيمې خبرې د دې شخړې په ختمېدو کې مهم پرمختګ رامنځ ته کولی شي.

نور خبرونه

رادیو