ټرمپ وايي قطر د امریکا په العدید هوایي اډه کې ۱۰ میلیارده ډالره پانګونه کوي

AP ۱۴۰۴ غویی ۲۵

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وویل چې قطر به په راتلونکو کلونو کې د قطر پلازمینې دوحې لویدیز پلو العدید هوایي اډه کې، چې د منځني ختیځ تر ټولو لوی امریکايی پوځي مرکز دی، ۱۰ میلیارده ډالره پانګونه وکړي.

ټرمپ دغه څرګندونې د خپل سفر پر مهال په دې اډه کې میشتو امریکايي پوځیانو ته وکړې.

هغه دا هم وویل چې قطر د چهارشنبې په ورځ د ۴۲ میلیارده ډالرو دفاعي وسلو قراردادونه لاسلیک کړل.

همدارنګه، د امریکا او متحده عربي امارات ترمنځ یوه ابتدايي هوکړه شوې چې متحده عربي اماراتو ته به په کال کې ۵۰۰ زره چیپونه صادر کړي، چې د مصنوعي ځیرکتیا د ماډلونو د پرمختګ لپاره د ډیټا سنټرونو په جوړولو کې مرسته کوي.

د ټرمپ د خلیج څلور ورځني سفر پر مهال ګڼ شمېر سوداګریز او پوځي تړونونه هم لاسلیک شول، چې یو پکې د قطر ایرویز له خوا تر ۲۱۰ بویینګ جټ الوتکو اخیستلو تړون شامل دی.

ټرمپ به نن له دوحې ابوظبۍ ته ولاړ شي او هلته به د متحده عربي اماراتو له مشرانو سره د مصنوعي ځیرکتیا په اړه خبرې وکړي.

نور خبرونه

رادیو