ایراني چارواکی: غواړو له افغانستان سره په دوغارون کې یو ګډ اقتصادي او کاني زون جوړ کړو

۸ ساعتونه مخکې

د ایران خراسان رضوي والي غلام حسین مظفري د ګران بیه ډبرو او کانونو په برخه کې د ایران او افغانستان ترمنځ د ګډې همکارۍ د پیل خبر ورکړی.
هغه ویلي، په پام کې لري چې له افغانستان سره د دوغارون په ازاده سیمه کې یو ګډ ځانګړی اقتصادي او کاني زون جوړ کړي.

د ایراني ورځپاڼې اېراف د راپور له مخې؛ نوموړي دغه څرګندونې د خراسان رضوي د اتلسم نړۍوال ګرځندوی او لاسي صنایعو نندارتون په څنډه کې له خبریالانو سره د خبرو پرمهال کړې دي.
هغه وایي، افغانستان د خپلو ګران بیه کاني زېرمو او په ځانګړې توګه د ګران بیه ډبرو په برخه کې د ایران لپاره یو مهم سوداګریز شریک دی.
د هغه په وینا؛ ایران او افغانستان د ګران بیه ډبرو او منرالونو په برخه کې ګډې همکارۍ پیلوي.
هغه زیاته کړه: «موږ پلان لرو، چې له افغانستان سره د دوغارون په ازاده سیمه کې یو ګډ ځانګړی اقتصادي او کاني زون جوړ کړو. د دغې همکارۍ موخه د افغانستان د ګران بیه ډبرو د پروسس او پلور لپاره د یو مرکز جوړول دي، چې نړۍوالو بازارونو ته لاسرسی ولري.»
هغه وړاندې ویلي، چې په دې پروژه کې ایران او افغانستان کولای شي د یو بل د تخصص او تجربو په کارولو سره لوی بریالیتوبونه ترلاسه کړي.
د هغه په خبره: «موږ په ایران کې د ګران بیه ډبرو د پروسس په برخه کې ښه تجربه لرو او د افغان سوداګرو په مرسته موږ وکړای شو، چې دغه ډګر د نړۍ په کچه لوړ کړو.»
هغه وایي: «تېر کال موږ افغانستان ته له ۲.۲ مېلیارد ډالرو څخه ډېر صادرات لرل او د هغو توکو په لټه کې یو، چې موږ یې ایرات ته وارد کړای شو.»
د خراسان رضوي والي هیله څرګنده کړه، چې د دغه همکاریو او ګډو پانګونو په پراختیا سره به نه یوازې د خراسان رضوي ولایت اقتصاد؛ بلکې د ایران او افغانستان ترمنځ اقتصادي اړیکې هم پراخې شي.

نور خبرونه

رادیو