الجزیرې راپور ورکړی، چې پوتین او ټرمپ په استانبول کې د اوکراین د سولې په خبرو اترو کې چې په تېرو درېیو کلونو کې د مسکو او کیف ترمنځ د سولې لومړۍ مستقیمې خبرې اترې دي؛ ګډون نه کوي.
د چهارشنبې په ورځ ناوخته کرملېن خبر ورکړ، چې د دوی په پلاوي کې به د پوتین سلاکار او د دفاع وزارت مرستیال هم شامل وي.
ټرمپ چې دا مهال منځني ختیځ ته د خپل سفر په ترڅ کې دوحې ته رسېدلی، استانبول ته یې هم د سفر کولو په اړه فکر کاوه؛ خو د راپورونو له مخې د کرملین له اعلان وروسته د سپینې ماڼۍ یو چارواکي وویل، چې د امریکا ولسمشر به په دغو خبرو کې ګډون ونه کړي.
یو اوکرایني چارواکي بیا ویلي، چې ولادیمیر زیلنسکي ترکیې ته په لاره دی؛ خو زیلنسکي وړاندې ویلي و، چې هغه به یوازې هغه وخت په دغه خبرو کې برخه واخلي که پوتین په کې ګډون وکړي.