د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ منځني ختیځ ته د خپل سفر په درېیمه ورځ ویلي، چې «زما په اند له ایران سره هوکړې ته ډېر نږدې شوي یو.»
هغه ویلي، چې ایران باید په یو ځواکمن هېواد بدل شي؛ خو نشي کولای چې اټومي وسله ولري.
هغه تر دې وړاندې هم په وار، وار ټینګار کړی، چې ایران ته د اټومي وسلې د لرلو اجازه نه ورکوي.