په کازان فورم کې د ګډون په موخه؛ د ملابرادر په مشرۍ د طالبانو پلاوی تاتارستان ته رسېدلی

۱۸ دقيقې مخکې

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت خبر ورکړی، چې د دغې ډلې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی په کازان ناسته کې د ګډون په موخه تاتارستان ته رسېدلی.

یاد پلاوی هلته د کازان ۱۶م نړیوال اقتصادي فورم کې د ګډون لپاره تللی، چې د سیمې او نړۍ له بېلابېلو هېوادونو اقتصادي استازي او چارواکي پکې ګډون کوي.

د کازان نړیوال هوايي ډګر ته د رسېدو پر مهال، له طالب پلاوي د تاتارستان جمهوریت د رهبر د مرستیال له‌خوا هرکلی شوی.

دغه سفر داسې مهال کیږي، چې د فورم په څنډه کې د نورو هېوادونو د بیرغونو ترڅنګ د طالبانو بیرغ هم اېښودل شوی.

دا له تور لېست نه د طالبانو له نوم اېستلو وروسته لومړی ځل دی، چې د طالبانو بیرغ په یوه رسمي غونډه کې راڅرګندیږي.

نور خبرونه

رادیو