برېټانیا له ایران سره د امریکا د اټومي هوکړې ملاتړ کوي

AP ۱۴۰۴ غویی ۲۴

د برېټانیا د بهرنیو چارو وزیر ډيوېډ لېمي وايي چې هېواد یې له ایران سره اټومي هوکړې ته د رسېدو لپاره د متحده‌ایالاتونو د هڅو ملاتړ کوي.

هغه د سې‌شنبې په ورځ (د اپرېل۱۳مه) د برېټانیا پارلمان په غونډه کې د وینا پرمهال زیاته کړې، چې لندن تهران دې ته هڅولی څو ډېپلوماټیکو نوښتونو ته په ښه نیت ځواب ووايي او د کړکېچونو کمېدو لپاره سیاسي حل لارې وکاروي.

لېمي وايي، چې د بهرنیو چارو وزیر او د منځني ختیځ لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي په ګډون یې له امریکايي چارواکو سره په خپلو وروستیو خبرواترو کې د برېټانیا او د دغه هېواد د متحدانو پر وړاندې د ایران د ګواښونو موضوع هم مطرح کړې ده.

ورته مهال، د برېټانیا د پارلمان یو شمېر غړو د دغه هېواد له حکومت نه غوښتي چې د ایران سپاه‌ پاسداران د یوه ترهګریز سازمان په توګه تحریم کړي.

د برېټانیا د بهرنیو چارو وزیر بیا ویلي، چې د دغه هېواد اوسنی تمرکز پر دولتي ګواښونو دی او د بندیزونو موضوع تر ارزونې لاندې ده.

نوموړي همداراز خبرداری ورکړی، چې ايران بايد اټومي وسلو ته لاسرسی و نه‌لري او که د اټومي هوکړې د نقضولو بهیر دوام ومومي، نو ښايي چې نړۍوال بنديزونه پرې بیا ولګول شي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د واشنګټن او تهران ترمنځ د اټومي تړون په تړاو خبرې‌اترې روانې دي.

نور خبرونه

رادیو