د سویس حکومت اعلان وکړ چې غواړي له اروپايي اتحادیې سره د همکارۍ د نوې هوکړې له مخې، د اړتیا په صورت کې له اروپايي ټولنې د ازاد تګ راتګ حق محدود کړي.
دا پرېکړه په هغو شرایطو کې عملي کېدای شي چې که خالصه کډوالي، له پولې تېرېدونکي مزدوران، بیکاري یا د ټولنیزو خدماتو اخېستنه له ټاکلي حد زیات شي.
دا پرېکړه داسې مهال ده، چې سویس د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې له اروپايي اتحادیې سره د اقتصادي همکاریو یوه نوې هوکړه لاسلیک کړه، چې اوس هم د تصویب اوږده بهیر ته اړتیا لري.
د کډوالۍ د محدودولو لپاره دا نوې لاره د «حفاظتي مادې» تر عنوان لاندې وړاندې شوې، چې سویس ته دا صلاحیت ورکوي څو د اړتیا په صورت کې، د اروپايي کډوالو جریان تنظیم کړي.
د سویس د کډوالو وزیر بیټ یانس وویل، « حفاظتي ماده پر دېوال د اور وژنې د وسيلې په څېر ده، چې کله اور ولګېږي، خوشاله یې یې چې شته او ژر یې کارولی شې».
د رویټرز د رپوټ له مخې، په پلان کې دا هم راغلي چې که سویس دا ماده فعاله کړي، موضوع به د سویس او اروپايي اتحادیې یوې ګډې کمیټې ته ولاړه شي. که توافق ونه شي، نو دا به محکمې ته وړاندې شي.
سویس، چې د اروپايي ټولنې شتمن هېواد بلل کېږي، په تېرو دوو لسیزو کې د نفوس په چټک زیاتوالي کې د کډوالۍ رول تجربه کړی. همدغې چټکې ودې د ښي اړخو ګوندونو له خوا د کډوالۍ پر ضد د سختو مقرراتو غوښتنه زیاته کړې.
د سویس د کډوالۍ د ریاست سکرتر وینچنزو ماسکیولي وویل، د حکومت د پلان له مخې، له ۲۰۰۲ کال راهیسې باید دغه حفاظتي ماده لږ تر لږه ۸ ځله فعاله شوې وای.