د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د قطر د امیر په کوربهتوب د یوې رسمي ماښامنۍ پر مهال وویل، چې دی تر فشار لاندې دی څو د ایران پر وړاندې سخت دریځ خپل کړي.
نوموړي ټینګار وکړ، چې نه غواړي د دې موضوع پای «وېرونکی» وي، او هغه لا هم د سولهییزو حللارو هیله لري.
ټرمپ زیاته کړه، چې دوحه له امریکا سره په ګډه کار کوي ترڅو له ایران سره د توافق په ترلاسه کولو کې همکاري وکړي.
ټرمپ ټینګار وکړ، چې د حکومت چلند يې له تهران سره د کړکېچونو د سوله ییز حل پر بنسټ ولاړ دی او زیاته یې کړه، چې هغه د ایران «د پرمختګ او بریا» غوښتونکی دی.
ټرمپ د سیمې ځواکونه په دوو ډلو «ملګري او غیر ملګري» وېشلو سره ایران د «دوستۍ لپاره د وړتیا لرونکي ځواک» په توګه تشریح کړ او زياته يې کړه: «موږ نه غواړو د تاوتریخوالي پر لاره ولاړ شو. هغوی باید اقدام وکړي.»
هغه د اوسني وضعیت حساسیت ته په اشارې سره وویل: «وضعیت ډېر خراب دی او موږ غواړو سم کار وکړو؛ یو داسې څه چې د مېلیونونو خلکو ژوند وژغورل شي.»
ټرمپ زیاته کړه: «موږ غواړو چې ایران پرمختګ وکړي، بریالی شي، سوکاله شي او خلک یې خوشحاله وي.. زه په نیویارک او واشنګټن ډي سي کې ډېر ایرانیان پېژنم؛ دوی ډېر ښه خلک دي. او موږ غواړو چې دا په سوله ییزه توګه پای ته ورسېږي، نه په ناوړه ډول.»
نوموړي دا هم وویل: «زه یوازې هیله لرم چې ایران پوه شي چې دلته څومره ښه ملګري لري او په یو ډول زه فکر کوم چې زه هم یو ښه ملګری یم، ځکه چې ډېری به غوره ګڼي چې زه ډېر ګړندی لاره غوره کوم؛ خو زه پوهېږم که موږ له دې لارې ډډه وکړو، نو دا به یوه لویه لاسته راوړنه وي.»
ټرمپ د دې مېلمستيا په پای کې د قطر د امیر او ددې هېواد د چارواکو څخه د کړکېچونو د کمولو په هڅو کې د دوی د رول قدرداني وکړه او زياته يې کړه: «موږ به ستاسو لپاره داسې کارونه وکړو چې تاسو به ډېر خوشحاله شئ.»