د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې که د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین د جګړې په تړاو د خبرو لپاره ترکيې ته لاړ شي، نو دی هم ښایي له هغه سره د ګډون په نیت ترکيې ته سفر وکړي.
ټرمپ چې له سعودي عربستان څخه قطر ته د سفر پر مهال په«ایر فورس ون» الوتکه کې له خبریالانو سره خبرې کولې، وویل: « زه نه پوهېږم چې هغه [پوتین] به هلته وي که زه نه یم، خو زه پوهېږم چې دی غواړي زه هلته موجود وم، او دا یوه احتمالي موضوع ده. که موږ وکولی شو جګړه پای ته ورسوو، نو دا کار به زه په پام کې ونیسم».
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د نړیوالو هڅو تمرکز د اوکراین جګړې د پای ته رسولو په لور زیات شوی او ترکيه هڅه کوي د منځګړیتوب رول ولوبوي.