ټرمپ د سعودي عربستان ولیعهد بن سلمان خپل "ملګری" وباله

AP ۱۴۰۴ غویی ۲۳

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان ترمنځ رسمي خبرې اترې یو ساعت وړاندې د ریاض په الیمامه شاهي ماڼۍ کې پیل شوې.
د سپینې ماڼۍ په وینا، ټرمپ په شاهي ماڼۍ کې بن سلمان خپل "ملګری" وباله او ویې ویل چې دواړو ښې اړیکې جوړې کړې دي.

ټرمپ وویل: "زه فکر کوم چې موږ یو بل ډېر سره خوښ کړي دي."

هغه د سعودي ولیعهد ته دا هم وویل: "موږ له کلونو راهیسې ښې اړیکې لرو."

د امریکا ولسمشر زیاته کړه: "موږ هغه وخت ولیدل کله چې تاسو سپینې ماڼۍ ته راغلئ، زما ډېر ښه په یاد دي، زه د دې ځوان په لیدو ډېر متاثره شوی وم. دی ډېر ځوان او له خپل عمر څخه ډېر پوه و. زه فکر کوم شاید هغه وخت به ۳۱ کلن و، خو ډېر هوښیار و. زموږ اړیکې هلته سره نږدې شوې.»

نور خبرونه

رادیو