د ایلان ماسک په ګډون؛ د سعودي او امریکا د پانګونې ګډ فورم کې امریکايي پانګوالو ګډون کړی

AP ۱۴۰۴ غویی ۲۳

د سعودي د ماليې وزیر محمد الجدعان او د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بیسنټ د سې شنبې په ورځ د سعودي-امریکا د پانګونې فورم په پیل کې یوه ګډه ناسته وکړه.

بیسنټ تایید کړه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امریکا د اقتصاد پر بېرته پیاوړي کولو تمرکز کړی.

هغه ټینګار وکړ: « له چین سره د سوداګرۍ توازن د ټرمپ د ادارې لومړیتوب دی، موږ به هڅه وکړو چې د ستراتیژیکو سکتورونو لپاره له چین څخه ځان راټول کړو».

الجدعان د سعودي او امریکا د اړیکو په اړه خبرې وکړې. هغه وویل چې د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې ورځ تر بلې پیاوړې کېږي.

د سعودي ګزیټه د رپوټ له مخې، الجدعان وویل: «موږ د سعودي عربستان په تاریخ کې تر ټولو ټیټه بې‌روزګاري لرو».

هغه زیاته کړه: «په روزګار کې ستر بدلون راغلی، ښځې پیاوړې شوې دي او موږ هغه هدف ته رسېدلي یو چې غوښتل مو د ۲۰۳۰ کال تر پایه یې ترلاسه کړو، چې ۷ سلنه و».

په دې فورم کې د ټیسلا اجرایوي مشر ایلان ماسک، د امازون مشر اندي جاسي، د بلک راک مشر لري فینک او ډیویډ ساکس هم ګډون لري.

فینک د خپلې وینا پر مهال څرګنده کړه چې سعودي عربستان اوس د نړیوالو پانګونو لپاره یو مهم مرکز ګرځېدلی.

دا فورم به پر مصنوعي ځیرکتیا، تکنالوژیکي پرمختګونو او د سعودي او امریکا تر منځ د پانګونې پر موضوعاتو تمرکز وکړي.

نور خبرونه

رادیو