د پاکستان په کراچۍ ښار کې سږکال د پوليو ضد د دویم ملي کمپاین په ترڅ کې له ۳۷ زره زيات ماشومان د پوليو ضد واکسین څخه پاتې شوي دي.
جيونيوز راپور ورکوي، چې په کراچۍ کې له ۲۰ لکه او ۶۶ زرو څخه زياتو ماشومانو ته پوليو واکسين ورکړل شوي.
د پاکستان روغتيايي مسولينو ویلي، چې د کراچۍ په ګډون په ټول سند کې له ۳۹ زره څخه زيات ماشومان له واکسين څخه پاتې دي.
روغتيايي مسولين وايي، چې د ۲۷ لکه ماشومانو لپاره یې د واکسین د ورکړې هدف ټاکلی و.
د مسولينو په خبره، په سند کې د پولیو ضد کمپاین پر مهال له ۸۸ لکه څخه زیاتو ماشومانو ته د پولیو څاڅکي ورکړل شوي، په داسې حال کې چې په دغه سیمه کې د هدف له مخې باید له یو کروړ څخه زیاتو ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکړل شوي وای.
د پاکستان روغتيايي چارواکو ويلي، چې د پوليو ضد درېيم ملي کمپاين به د مې له ۲۶ څخه پيل د جون تر لومړۍ نېټې به دوام وکړي.
د دوی د معلوماتو له مخي، چې د همدې کمپاین پر مهال به په ټول پاکستان کې ۴۰ مېليونه ماشومانو ته د پوليو ضد واکسین ورکړل شي.
افغانستان او پاکستان لا هم د نړۍ هغه هېوادونه دي، چې د پولیو وایرس له امله اغېزمن دي او د دغه ناروغۍ د له منځه وړلو هڅې پکې د امنیتي ګواښونو او د واکسینونو په اړه د ناسم پوهاوي له امله له جدي خنډونو سره مخ دي.