ډونالډ ټرمپ او احمد الشرع په سعودي عربستان کې سره ګوري

AP ۱۴۰۴ غویی ۲۳

د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي ويلي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د سوریې د انتقالي حکومت ولسمشر احمد الشرع به د چهارشنبې په ورځ (د غويي ۲۴مه) په سعودي عربستان کې سره ګوري.

دغه چارواکي وویل: «ولسمشر موافقه کړې چې سبا په سعودي عربستان کې له احمد الشرع سره ګوري.»

په ورته وخت کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ پر سوریې د ټولو شته بندیزونو د لرې کېدو اعلان وکړ.

هغه وويل، چې امريکا له سوريې سره د اړيکو د عادي کولو لپاره لومړني ګامونه پورته کړي دي.

د ټرمپ په وینا، د سوریې او امریکا د بهرنیو چارو وزیران به په دې اوونۍ کې هم سره وګوري.

د یادولو ده، چې د سوریې د بهرنیو چارو وزیر اسعدالشیباني بیا په دې برخه کې د سعودي عربستان له همکارۍ مننه کړې ده.

نور خبرونه

رادیو