سي‌اېن‌اېن: د «فارس خلیج» د نوم د بدلولو په اړه د ټرمپ برنامه لغوه شوه

AP ۱۴۰۴ غویی ۲۳

سي‌اېن‌اېن شبکې د یوې باخبره سرچینې په حواله راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپله هغه برنامه لغوه کړه، چې غوښتل یې د «فارس خلیج» نوم «عربي خلیج» یا «د عربستان خلیج» ته واړوي.

په راپور کې د ټرمپ د پرېکړې د بدلون لامل د ایراني چارواکو غبرګون بلل شوی دی.
دونالډ ټرمپ د سې‌شنبې په ورځ (د غويي ۲۳مه) په سعودي عربستان کې په خپله وینا کې وویل: «هېڅ تضاد تر هغه څه شدید نه‌دی چې تاسو په عربستان ټاپووزمه کې تعقیبوی او د هغه فاجعې تر منځ چې د خلیج له هغې غاړې په ایران کې روانه ده. په دې فکر وکړئ؛ چې هغوی غوښتل دغه نوم پرې کېږدي. ما وویل، اجازه به ورنه‌کړم چې دا کار وکړي.»

نور خبرونه

رادیو