اندونیزیا کې د وسلو په ډېپو کې چاودنې ۱۳ کسان ووژل

۱۰ ساعتونه مخکې

د اندونیزیا پوځ د دغه هیواد په لوېدیځ کې د مهماتو په یوه زوړ ډېپو کې د چاودنې له امله د څلورو عسکرو په ګډون د لږ تر لږه ۱۳ کسانو د وژل کېدو پخلی کړی دی.

دغه چاودنه د جاوا په ښار کې هغه مهال رامنځته شوه، چې اندونیزیایي پوځي ځواکونه د زړو مهماتو په ناکاره کولو بوخت و.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د چاودنې لامل لا هم روښانه نه دی او د اندونیزیا پوځ په دې اړه څېړنه کوي.

نور خبرونه

رادیو