اسراییلي پوځ: پر اسراییل د اکټوبر ۷مې د حماس په بریدونو کې ښکېل خبریال ووژل شو

AP ۱۴۰۴ غویی ۲۳

اسراییلي پوځ ویلي، د خان یونس ښار د ناصر روغتون شاوخوا کې یې «دقیق برید» ترسره کړی، چې په ترڅ کې یې د حماس ډلې څو لوړپوړي غړي هدف وګرځول او ووژل شول.

په وژل شویو کسانو کې حسن اصليح هم شامل و، چې د حماس غړی او رسنیز فعال و.

د اسراییل پوځ وایي، اصليح د حماس د خان یونس څانګې غړی و او د خبریال په نوم یې د یو رسنیز شرکت تر نامه لاندې فعالیت کاوه.

په اعلامیه کې دا هم ویل شوي، چې اصليح د اکټوبر په اوومه نېټه د اسراييل خاورې ته ننوتی و او د اورلګېدنو او وژنو صحنې یې فلمبرداري کړې وې او په ټولنیزو رسنیو یې خپرې کړې وې.

نوموړی تر دې وړاندې په یوه بل برید کې ټپي شوی و او په روغتون کې بستر و.

نور خبرونه

رادیو