په غزه کې پر یوه روغتون د اسراییل د برید له امله ۲۸ کسان ووژل شول

AP ۱۴۰۴ غویی ۲۳

د نړۍوالو رسنیو د راپورونو پر بنسټ، اسراییل یو وار بیا پر غزې هوايي برید کړی چې په ترڅ کې یې ۲۸ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د سیمه‌ییزو سرچینو په حواله لیکلي، چې دا برید د سې‌شنبې په ورځ (د اپرېل ۱۳مه) په غزه کې د اروپايي ټولنې پر یوه روغتون شوی دی.

ورته مهال، د اسراییل پوځ ادعا کړې چې تر روغتون لاندې د حماس د قوماندې یو مرکز موقعیت درلود، خو سیمه‌ییزو سرچینو بیا دا ادعا رد کړې ده.

دا پېښه داسې مهال کېږي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ منځني ختیځ ته د خپل سفر په بهیر کې د غزې جګړې د ښکېلو غاړو ترمنځ د سولې د خبرواترو د پرمختګ هڅه کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې حماس تېره ورځ امریکایی-اسراییلی سرتېری ادان الکساندر خوشې کړ او د سور صلیب نړۍوالې کمېټې ته یې وسپاره، څو اسراییل ته یې ولېږدوي.

د یادونې ده، چې پر غزې د اسراییل د بریدونو له پیل راهیسې تراوسه له ۵۲ زرو ډېر کسان وژل شوي او زرګونه نور ټپیان دي.

نور خبرونه

رادیو