رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ نن سې شنبه (د غوایي ۳۲مه) د سعودي عربستان پلازمېنې ریاض ته ورسېد.
دا د ډونالډ ټرمپ د جمهوري ریاست دویم پړاو کې د هغه لومړی ډیپلوماټیک سفر دی.
په راپور کې راغلي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم په دغه سفر کې د ټرمپ ملتیا کوي.
د راپور له مخې؛ د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان په ملک خالد هوایي ډګر کې د ټرمپ هرکلی کړی.
راپور زیاتوي، منځني ختیځ ته به د خپل سفر په لړ کې ټرمپ د امنیتي مسلو پرتله پر اقتصادي چارو ډېر تمرکز وکړي.