د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د قطر دولت لهخوا د ډالۍ په توګه د یوې ګرانبیه الوتکې د منلو په تړاو نیوکې او اخلاقي اندېښنې رد کړې او په وینا یې، له دې «لویې مهربانې» ډالۍ نه انکار «لېونتوب» دی.
ټرمپ د دوشنبې په ورځ (د اپرېل ۱۲مه) زیاته کړې، چې دا الوتکه به له سپینې ماڼۍ نه تر وتلو وروسته ونه کاروي او د ولسمشرۍ کتابتون او د اسنادو د خوندیتوب مرکز ته به وسپارل شي.
نوموړي عربستان، قطر او امارات ته تر تګ مخکې خبریالانو ته وویل: «زه د قطر دا اقدام یوه لويه مهرباني ګڼم او واقعاً منندوی یې یم. زه داسې ډالۍ نه ردوم. سړی به ډېر لېونی وي چې وايي نه، موږ دا ډېره ګرانبیه الوتکه نه غواړو.»
ټرمپ وايي، چې د قطر، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو په ګډون د سیمې هېوادونو دا ډالۍ د امریکا د دفاعي مرستو د ستاینې یوه نښه ده.
نوموړي همداراز د بوینګ شرکت لهخوا د نویو «اېر فورس وان» الوتکو په سپارلو کې د ځنډ له امله ناخوښي ښودلې او د قطري الوتکې منل یې یو «عملي» تصمیم بللی دی. هغه د خپلې واکمنۍ په لومړۍ دوره کې له بوینګ شرکت څخه د دوو الوتکو د پېرلو امر کړی و.
د امریکا متحدهایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا څرګندونې تر هغه وروسته وکړې، چې منتقدانو د هغه لهخوا د قطر د ډالۍ منل غېراخلاقي او د اساسي قانون خلاف بولي.
دا په داسې حال کې ده، چې ډېموکراټ سناتورانو برایان شوټز، کریس مرفي، کوري بوکر او کریس کونز په یوه بیان کې ویلي و، چې د داسې ډالۍ منل د ملي امنیت جدي ستونزې راپورته کوي او د ټرمپ په دولت کې د بهرني نفوذ د پراخېدو په اړه اندېښنې ډېروي.