د افغانستان لپاره د روغتیا نړۍوال سازمان مشر ایډوین سینیزا او د دغه سازمان د پولیو برخې مشر مندیپ راټي د طالبانو د عامې روغتیا له وزیر مولوي نور جلال جلالي سره لیدلي دي.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې ښاغلي جلالي د دغه سازمان له مشرانو سره په لیدنه کې له هغوی غوښتي، چې د روغتیایي خدمتونو د پیاوړتیا او د انتاني ناروغیو د درملنې روغتونو د ملاتړ په برخه کې ورسره همکاري وکړي.
خبرپاڼه کې راغلي، چې د روغتیا نړۍوال سازمان چارواکو د روغتیا برخې د پیاوړې کولو، د مرستو جلبولو او یو شمېر نورو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.