سعودي عرب، قطر او اماراتو ته د ټرمپ له سفر څخه څه تمه کېدای شي؟

AP ۱۴۰۴ غویی ۲۲

په دې اوونۍ کې به د ټولو سترګې د خلیج سیمې ته وي، ځکه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپل لومړی رسمي بهرنی سفر پیلوي.

اوس پوښتنه دا ده، چې د سعودي عربستان، قطر او متحده عربي اماراتو پلازمېنو ته د ډونالډ ټرمپ له سفر څخه به څه ترلاسه شي.؟

د العربیه انګلیسي څانګې د راپور له مخې، د ټومپ له واکمنېدو وروسته د نوموړي د لومړي بهرني سفر په توګه د سیمې غوره کول خورا با ارزښته دي.

له ولسمشر ټرمپ سره به په دې سفر کې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د پنټاګون مشر پیټ هېګست، د خزانې وزیر سکاټ بېسنټ او د سوداګرۍ وزیر هاورډ لوټنیک مل وي.

ټرمپ هیله درلوده، چې سیمه به د تمې په پرتله ارامه چاپېریال تجربه کړي، ځکه چې د غزې جګړه لاهم روانه ده او د اسراییل او یمن د حوثیانو ترمنځ د یو بل پر وړاندې بریدونه مخ په زیاتېدو دي.

خو اوس چې اسراییل ژمنه کوي، چې ټوله غزه به ونیسي او په احتمالي توګه به د لوېدیځې غاړې سره یوځای کړي، سیمه ییز مشران به ټرمپ ته دا څرګنده کړي چې دوامداره تاوتریخوالی به د سیمې په ثبات کې مرسته ونکړي او نه به هم د امریکا د ملي امنیت ګټو او بهرنۍ پالیسۍ اهدافو سره مرسته وکړي.

له دې سره، تمه کیږي چې ولسمشر ټرمپ د درې واړو تمځایونو په اړه څو تړونونه لاسلیک کړي.

د چارواکو او سرچینو په وینا، په سعودي عربستان کې به لوی دفاعي تړونونه لاسلیک شي.

یو له لویو تړونونو څخه به د سعودي عربستان لپاره د امریکایي جنګي جېټ الوتکو د پېرلو تړون وي او دا لا معلومه نه ده چې پلورل شوې جېټ الوتکې به F-15s وي یا F-35s.

چارواکي وایي، تمه نه کېږي چې د سعودي عربستان سره د ملکي اټومي غني کولو پروګرام پیل کولو لپاره د همکارۍ په اړه کومه موافقه اعلان شي، ځکه چې دا په مستقیم ډول د سعودي-اسراییل د عادي کولو سره تړلې ده.

د سعودي-امریکا د پانګونې فورم

د متحده ایالاتو او سعودي عربستان څخه ډېری لوړپوړي اجراییوي چارواکي تمه کوي چې ټرمپ به په ګډې پانګوونې فورم کې برخه واخلي.

په دغه فورم کې د مهمو کمپنیو لوړپوړي چاراکي ګډون کوي، چې د یو شمېر کسانو په اړه معلومات هم خپاره شوي.

د بلیک راک اجراییوي رییس لاري فینک، د سپینې ماڼۍ مصنوعي ذهانت او کریپټو زار ډېوېډ ساکس، د نارتروپ ګرونمن اجراییوي رییس کیتي وارډن، د لاک هیډ مارټین انټرنشنل رییس مایکل ویلیامسن، د سیټي ګروپ اجراییوي رییس جین فریزر، د IBM اجراییوي رییس اروند کرشنا، د پالانټیر اجراییوي رییس الیکس کارپ او د اکسیوم سپېس اجراییوي رییس کام غفاریان هم په دغه فورم کې د خبرو کولو پلان لري.

د عرب نیوز مدیر فیصل عباس په دې اوونۍ کې CNBC ته وویل: «ښایي ډېری خلک به فکر وکړي چې دا هر څه یو طرفه دي لکه د سعودي عربستان څخه بهرنۍ پانګونې چې تر یوې اندازې ریښتیا ده، خو همدارنګه د امریکایي پانګوالو لپاره به لوی فرصتونه شتون ولري.»

عباس وویل، چې نظامي معاملې به یوازینۍ معاملې نه وي، ځکه د ټېکنالوژۍ او مصنوعي ځيرکتیا (AI) په برخو کې د تړونونو تمه هم کېږي.

په ورته وخت کې، د سعودي سیاسي شنونکي علي شهابي ویلي چې د ټرمپ سفر باید د تاریخي متحد په توګه خلیج هېوادنو ته ډېر څه وګڼل شي.

شهابي د فاکس نیوز سره په مرکه کې وویل: «سلطنت نور یوازې د وسلو پېرودونکی یا په نړۍوالو چارو کې غېر فعال لوبغاړی نه دی. دا د ډېپلوماسۍ کوربه دی، د اصلاحاتو لابراتوار دی، او د ډېر متوازن نړۍوال نظم لپاره ملګری دی.»

شهابي زیاته کړه، سعودي عربستان د خالي چیک په لټه کې نه دی: «پرځای یې دا د متوازنې راکړې ورکړې اړیکې تعقیبوي، چې د دواړو هېوادونو ملي ګټو ته مهمې دي.»

د متحده عربي اماراتو سفر

په متحده عربي اماراتو کې تمه کېږي، چې تمرکز به په لویه کچه د ټېکنالوژۍ سکتور او د ټرمپ له خوا د هېوادونو، په ځانګړې توګه خلیج باندې د AI چېپ محدودیتونو کمولو د اعلان په اړه وي.

ابو ظبي له اوږدې مودې راهیسې د ټرمپ ادارې څخه غوښتنه کوي، چې اجازه ورکړي چې Nvidia AI چېپونو ته ډېر لاسرسی ولري.

متحده عربي اماراتو هم د AI سکتور او همدارنګه انرژۍ او نورو برخو کې د متحده ایالاتو دننه د یو ټریلیون ډالرو پانګونې ژمنه کړې ده.

د ټرمپ قطر ته سفر

قطر چې په سیمه کې د امریکا ترټولو لویه پوځي اډه ده او اټکل کېږي، چې ۱۰۰۰۰ امریکایي سرتېري لري، هڅه به وکړي چې ولسمشر او همدارنګه پانګوالو ته خپل ارزښت وښيي.

قطر له اوږدې مودې راهیسې د واشنګټن مخالفینو ته د پیغامونو په رسولو کې رول لوبولی او د غزې د اوربند په هڅو کې مرکزي لوبغاړی دی او همدارنګه د طالبانو، حماس او د نړۍ په نورو ځایونو کې د امریکایانو د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو ډاډ ترلاسه کولو کې یې ونډه درلوده.

نور خبرونه

رادیو