اېف‌‌بي‌ای خپلو ځواکونو ته: د کډوالۍ قوانینو پر طبیق ډېر وخت ولګوئ

AP ۱۴۰۴ غویی ۲۲

اېف‌بی‌ای خپلو ځواکونو ته لارښوونه کړې، چې د مهاجرتي قوانینو پر تطبیق باندې ډېر وخت ولګوي.

رویټرز د څلورو باخبره سرچینو په حواله همداراز راپور ورکړی، اېف‌بی‌ای له خپلو ځواکونو غوښتي، چې د مالي او اقتصادي جرمونو په اړه خپلې پلټنې کمې کړي.

د دې سرچینو په وینا، دا بدلون د حکومت د تګلارې يوه برخه ده چې د ناقانونه مهاجرت او د سرحدي امنيت په اړه د اندېښنو په ځواب کې رامنځته شوی.
د دې پرېکړې نیوکه کوونکي وايي، چې پر اقتصادي جرمونو د تمرکز کمول کولای شي له فساد، پيسو مينځلو او مالي سرغړونو سره مبارزه په مهمو اقتصادي برخو کې کمزورې کړي.

نور خبرونه

رادیو