په کراچۍ بندر کې د تېلو وړونکو بېړیو بیا لنګر اچول پیل شوي دي

۵ ساعتونه مخکې

د هند او پاکستان ترمنځ له اوربند وروسته د کراچۍ په بندر کې د تېلو وړونکو بېړیو تګ راتګ عادي شوی دی.

د معلوماتو له مخې، یوازې د یکشنبې په ورځ ۱۹ بېړیو په دغه بندر کې لنګر اچولی دی.

د کراچۍ بندر ادارې په یوې اعلامیه کې چې رسنیو ته استول شوې، پکې ویلي چې بېړیو ته بیا اجازه ورکړل شوې چې د وارداتو او صادراتو مالونه بندر ته راوړي.

په اعلامیه کې وړاندې راغلي، د ګمرک ادارې له‌خوا د کارګو معاینه هم بېرته عادي حالت ته راګرځېدلې ده.

د پاکستانۍ رسنۍ جیو نیوز د بندر د سرچینو له قوله خبر ورکړی، تمه ده چې له دوشنبې څخه د کیماړي ـ منوره ترمنځ کښتۍ هم بېرته د معمول مطابق فعالیت پیل کړي.

د بندر په اعلامیه کې راغلي، چې له ۱۹ بېړیو څخه د ۱۶ لکه ټنه سوداګریزو مالونو د لېږد بهیر روان دی.

نور خبرونه

رادیو