بلوڅ ازادۍ پوځ وايي، که نړۍ او په ځانګړ توګه هند یې په سیاسي، ډېپلوماټیکو او دفاعي برخو کې ملاتړ وکړي د پاکستان حکومت به له منځه یوسي. دوی ویلي:«که پاکستان له منځه ولاړ نه شي له کابله تر کشمیره به د باروتو بوی وي.»
بلوڅ ازادۍ پوځ د هند او پاکستان ترمنځ د روانو ناندریو په تړاو یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې که هند د پاکستان د له منځه وړلو پرېکړه کړې وي دوی یې ملګرتیا کوي.
په خپره شوې اعلامیه کې لیکل شوي:« موږ هند ته ډاډ ورکوو، چې که دا هېواد وروستۍ پریکړه وکړي، چې دا ترهګر دولت له منځه یوسي، نو بلوڅ ازادۍ پوځ او ټول ملت چمتو دی چې د لویدیزې پولې له خوا برید وکړي. موږ به یوازې د دې پریکړې هرکلی نه کوو، بلکې د دې پریکړې عملي او نظامي مټ به شو.»
د پاکستان د حکومت دغې مخالفې ډلې له لوري په خپره شوې اعلامیه کې د پاکستان د پوځ د هغو ادعاوو په غبرګون کې، چې د یادې ډلې ملاتړ هند کوي راغلي، چې د هیڅ هېواد او ځواک تر اثر لاندې نه دي.
دغې ډلې د پاکستان او هند ترمنځ اوربند ته په اشاره ویلي، چې د پاکستان د پوځ پالیسې ناکامه او له ډېپلوماټیکې انزوا سره مخ دی،« د پاکستان له خوا د سولې، اوربند او ورور ګلوۍ هره خبره یوازې دوکه، د جګړې تاکتیک او لنډمهاله چل دی. د دې دولت تاریخ د ماتو شویو ژمنو شاته د خنجر وهلو او ترهګرۍ په ملاتړ جوړ شوی. دا هغه دولت دی چې لاسونه یې په وینو رنګ دي او هره ژمنه کې پاتې راغلی.»
دوی هند او د سیمي حکومتونو ته خبرداری ورکړی، چې د پاکستان پر ژمنو د باور کولو وخت پای ته رسیدلی او د پاکستان پروړاندې د پرېکنده اقدام وخت دی.
دې ډلې ویلي، چې «پاکستان نه یوازې د نړۍوالو ترهګرو لپاره د روزنې ځاله ده، بلکې د لشکر طیبه، جیش محمد او داعش په څېر وژونکو ترهګرو ډلو د پاکستان د حکومت تر څار لاندې وده کړې ده او د یادو ډلو ترشا اصلي شبکه ای ایس ای دی».
د بلوڅ ازادۍ پوځ وايي، چې که له نړۍ او په ځانګړي توګه هند څخه سیاسي، ډېپلوماټیک او دفاعي ملاتړ ترلاسه کړي، کولی شي د پاکستان حکومت له منځه یوسي او د یوه سوله ییز او خپلواک بلوچستان بنسټ کیږدي.
دوی دا خبرداری هم ورکړی، چې د پاکستان د حکومت شتون به د نړۍ د بربادۍ لامل شي.
پاکستان تر اوسه ددې ډلې ددې اعلامیې په تړاو څه نه دي ویلي، خو وخت ناوخته پر هند تور لګوي، چې ددې ډلې ملاتړ کوي.