د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان استازی نصیر احمد اندېشه وايي، چې د هند او پاکستان درې ورځنۍ جګړه به په منځمهاله توګه طالبانو ته د فرصتونو پر ځای ډېر منفي پیغامونه او پایلې ولري.
نوموړي په خپل اېکس کې لیکلي، چې په دغو جګړو کې په لنډمهاله توګه پاکستان برلاسی پاتې شوی، په ځانګړي ډول د امریکا په منځګړتوب د چټک اوربند او د چینایي ټېکنالوژۍ په مرسته د خپل هوایي ځواک د وړتیاوو له امله چې دا وضعیت په افغانستان کې د پاکستان پلوه کندهاري طالبانو په ګټه تمام شو.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان یاد استازي همداراز زیاته کړې ده، چې دغو جګړو وښوده چې افراطي نیابتي ځواکونه نور استراتیژیک ارزښت نه لري، ځکه ځای یې ټېكنالوژۍ او پرمختللو وسلو نیولی دی.
د هغه په خبره، د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو تاریخچه او د دوی متقابلې وابستګۍ، دا ډله لا ډېره د اسلاماباد له سیاستونو سره همغږې کړې ده، چې دا کار به له ځانه سره نوې ستونزې او ننګونې راولاړې کړي.
ښاغلي اندېشه دغو ستونزو او ننګونو ته په په مشخص ډول اشاره نه ده کړې.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان استازي نصیر احمد اندېشه دغه څرګندونې ترهغه وروسته وکړې، چې د هند او پاکستان ترمنځ شخړه (د اپرېل په ۲۲مه) په هندي کشمیر کې د وسلهوالو د یوې ډلې له لوري د ۲۶سېلانیانو تر وژل کېدو وروسته رامنځته شوه.
ډیلي پاکستان مېشته وسلهواله ډله «جیش محمد» د یاد برید مسووله وبلله او د «سېندور» په نامه یې پر پاکستان پوځي عمليات پيل کړل.
د هند او پاکستان ترمنځ په دغو تازه شخړو کې لږ تر لږ دواړه لوريو ته د پوځیانو په ګډون «۹۷» کسان وژل شوي او زرګونه کسان له خپلو کورونو بېځایه شوي دي.
اوسمهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د امریکا په مداخلې سره اوربند شوی، خو د هند لومړي وزیر ویلي چې د پاکستان پرخلاف د سندور عملیات پایته نه دی رسېدلی.