طالبان: په تېرو نږدې څلورو کلونو کې مو کابو ۴ مېلیونه جریبه ځمکه له غاصبیتو راګرځولې

۵۸ دقيقې مخکې

د طالبانو د ځمکو د غصب د مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون چارواکي وایي، چې پر افغانستان د یادې ډلې له واکمنېدو وروسته نږدې ۴ مېلیونه جریبه ځمکه له غاصبیتو راګرځول شوې ده.

د دغه کمېسیون مسوولانو د یوې خبري غونډې په ترڅ کې وویل، چې تراوسه په ټول هېواد کې ۳مېليونه او ۹۳۰ زره او ۹۳۴ اعشاريه ۵۸۴ جريبه ځمکه له غاصبينو څخه راګرځول شوې ده.
د دغو مسوولانو په خبره، یوازې په کابل ښار کې ۶۶ زره او ۷۲۴ اعشاریه ۲۶ جریبه ځمکه له غصب څخه خلاصه او استرداد شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې همدا څو ورځې وړاندې هم د طالبانو د عدلیې وزارت وویل، چې د دغې ډلې د ځمکو د غصب تخنیکي پلاوي د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د «ملاعزت ښارکوټي» ۳۵۲ جریبه ځمکې دولتي تثبیت کړي دي.
طالبانو ويلي، چې د دې ښارګوټي ۴۴۳ جریبه ځمکې اسناد یې ارزولي او د دولتي‌ځمکې د تثبیت قضيه یې محکمې ته لېږلې.
د یادولو ده، چې د طالبانو د ځمکو د غصب مخنيوي او بېرته راګرځولو کمېسیون د یکشنبې په ورځ وویل، چې د « اراضۍ او غصب شویو ځمکو راګرځولو» په نوم نوی وزارت جوړوي.
دغه کمېسیون ویلي، چې د غصب شویو ځمکو د راګرځولو لپاره د نوي وزارت جوړولو فرمان صادر شوی دی.

نور خبرونه

رادیو