د طالبانو مشر له استخباراتي ادارو غوښتي چې د نظام پروړاندې تخریبي پلانونه شنډ کړي

۲۴ ساعتونه مخکې

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې هبت الله اخوندزاده له استخباراتي‌مسولینو سره په لیدنه کې له دوی څخه غوښتي، څو «د اسلامي نظام په وړاندې دې پټ فکري‌او تخريبي پلانونه شنډ کړي.»

د طالبانو مشر د بندیانو سره پر سم چلند او په شریعت د استقامت سپارښتنې هم کړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د شنبې په ورځ (د غويي ۲۰مه) په یوې اعلامیه کې ویلي، چې د د دوی مشر هبت الله د استخباراتو له مسولینو او کارکوونکو سره په یو ورځني سيمنار کې برخه اخیستې.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې هبت الله د اسختباراتو څخه د نظام په وړاندي د تخریب کوونکو د مخنيوي غوښتنه کړې.

هغه زياته کړې: «استخبارات مکلف دی، چې ټول ښکاره او پټ فکري او تخریبي پلانونه شنډ کړي چې د اسلامي نظام دوښمنان یې پلانوي او غواړي چې داسلامي نظام په خلاف یې عملي کړي.»

نوموړي غوښتنه کړې، چې د «ديني شعایرو او سپکاوي او توهین کوونکو» مخه دې هم ونیول شي.

هبت الله ټينګار کړی، چې استخبارات دې د نورو ادارو سره په ګډه په ټولنه کې شریعت تطبیق او د خلکو ذهنونه جوړ کړي.

د طالبانو له‌خوا د «شریعت» تر نامه لاندې د بشري حقونو سرغړونې یو له هغو موضوعاتو څخه دی، چې نړۍواله ټولنه یې په دوامداره توګه اندېښمنه ساتلې ده.

سره له دې چې طالبان خپل زیات شمېر اقدامات د اسلامي شریعت د پلي کېدو په نوم توجیه کوي، خو د بشري حقونو نړۍوال معیارونه او اسلامي اصول بیا دواړه د طالبانو ډېری کړنې د بشري سرغړونو په توګه ګڼي.

واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته دغه ډله په پرله پسې ډول په ټولنه کې د شریعت په نوم بېلابېل بندیزونه تطبیق کوي، چې په کور دننه او بهر له پراخو نیوکو سره مخ شوي هم دي.

نور خبرونه

رادیو