په خوست او پکتیا ولایتونو کې د سېلابونو او تندر له امله د ماشومانو په ګډون ۵ تنه وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.
په پکتیا کې د طالبانو ځایي مسوولان وایي، په دغه ولایت کې د سېلابونو له امله یو کس وژل شوی او دوه نور ټپيان شوي او همداراز د ګردیز په شاوخوا سیمه کې د تندر د راپرېوتو له امله دوه ماشومان مړه شوي دي.
له دې سره، د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس راپور ورکوي چې د خوست ولایت په صبریو او یعقوبي ولسوالیو کې د وروستیو سېلابونو له امله دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
د ځایي چارواکو په خبره، په دې سېلابونو کې د ځاني تلفاتو ترڅنګ خلکو ته پراخ مالي تاوانونه هم رسېدلي دي.