د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وایي، چې دغه هېواد په ځلونو اوکراین ته د اوربند وړاندیز وکړ، خو اوکراین رد کړ.
پوتین همداراز وویل: «مخکې مو وړاندیز وکړ چې وروستی اوربند دې تمدید شي، خو اوکراین دغه وړاندیز ته ځواب ورنکړ.»
د روسیې ولسمشر زیاتوي، چې په درې ورځني اوربند کې اوکراین هڅه وکړه، څو د روسیې په سرحدونو برید وکړي، خو روسیې دغه بریدونه شنډ کړل.