ټرمپ له بریتانیا سره د پرمختګ تړون اعلان وکړ

۱۵ ساعتونه مخکې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د بریتانیې لومړي وزیر کیر سټارمر د پنجشنبې په ورځ د سوداګرۍ په برخه کې د "مهم پرمختګ" یو تړون اعلان کړ، چې له مخې یې پر برتانوي وارداتو لا هم لس سلنه ګمرکي مالیه پاتې کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې برېتانیا موافقه وکړه چې خپلې تعرفې له ۵.۱ سلنې څخه ۱.۸ سلنې ته راټیټې کړي او امریکایي توکو ته به پراخ لاس‌رسی ورکړي.

دغه تړون، چې ټرمپ له سپینې ماڼۍ څخه اعلان کړ، له هغه وخته راهیسې لومړی لوی تړون دی چې ټرمپ د جنورۍ په میاشت کې بېرته سپینې ماڼۍ ته تر ستنېدو وروسته د یو نړیوال سوداګریز جنګ د پیلولو له امله اعلان کړی.

ټرمپ وویل: "دا زموږ لپاره یو ډېر ستر بازار پرانیزي."

سټارمر هم د ویډيوي غونډې له لارې وویل: "دا یو په رښتیا فوق‌العاده او تاریخي ورځ ده."

نور خبرونه

رادیو